پرمختګ او بشپړتیا
د ښځینه وو او نرینه وو ناسم چلند د ماشومانو روحیه زیانمنه کړې- رولا غني
د ننګرهار والي وویل، دغلته له پېنځه زره ډېرې ښځې په ادارو کې دندې ترسره کوي او زرګونه نورې پر بېلا بېلو زدکړو اخته دي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په وینا؛ اوس هم د ښځو اړوند ډېرې ستونزې شته، چې حکومت یې باید د حل له پاره چټک ګامونه پورته کړي.
د ولسمشر محمد اشرف غني میرمن رولا غني وویل، د یو شمېر ښځینه ووو او نرینه وو ترمنځ ناسم چلند په ماشومانوکې د تاوتریخوالي روحیه زیاته کړې.
هغې ویلي، د ښځو د زدکړې او د ندو له پاره او د هغوی پر وړاندې د ناسمو دودونو پرضد به ګړندۍ مبارزه وکړي.
په غونډه کې د ننګرهار د ښځو چارو رییسې انیسه عمراني وویل؛ که څه هم د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شوې، خو ګڼې ستونزې اوس هم په مخکې پرتې دي.
مدني فعاله مریم ساپۍ دا ډول غونډې نمایشی بولي او وايي، له یوې خوا د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د ښځو د حقونو چغي وهل کیدې؛ خو بلخوا د همدې غونډې له پاره د ښار ټولې لارې تړل شوې وې، چې د نرینه وو ترڅنګ ناروغه ښځو ته یې غټ سرخوږی جوړ کړی و.
مدني فعاله مروآ احدي وايي، ډېروښځو د لارو د بندیدو له کبله خپل زیږون تر روغتونه نه دی رسولی.
د طالبانو د نظام له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې د ښځو د حقونو چغو زور واخست او میلیونونه دالر په کې ولګیدل ؛ خواوس هم ډېر نه پوهیږي، چې په افغان ټولنه کې د ښځو حقونه څه دي ، چې تر اوسه نه دي ورکړشوي.
خبریال: رحمت الله زیارمل