تازه خبرونه

د ښځینه کروندګرو د پیاوړتیا له پاره لومړنۍ ملي غونډه جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسولین د ښځينه کروندګرو د پياوړتيا له پاره ملي غونډه جوړول له کروندګرو ښځو ملاتړ بولي. د هېواد لومړۍ مېرمن وایي، باید د ښځینه کروندګرو د وړتیاوو لوړولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د کروندګرو ښځو د پیاوړتیا لومړنۍ ملي غونډه په کابل کې جوړه کړه. د کرنې او مالدارۍ وزیر وایي، په تېرو دوو کلونو کې د ښځینه کروندګرو د پیاوړتیا له پاره بېلابېل پروګرامونه عملي شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وايي: “د کروندګرو مېرمنو ملاتړ او دوی آسانتياوې برابرول د بېوزلۍ په کمښت کې اغېزه لري.”

د هېواد لومړۍ مېرمن په اقتصادي وده کې د ښځو رول مهم بولي او وایي، د کرنې له لارې د ښځو خودکفایي کولی شي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مفکوره بدله کړي.

د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني وايي: “د کروندګرو مېرمنو د وړتياوو د لوړولو له پاره دې ځانګړې پاملرنه وشي، څو په بهرنيو او کورنيو مارکېټونو د هېواد د اقتصاد د پرمختګ له پاره سالمه سيالي وکړای شي.”

د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمیسیون رییسه فوزیه کوفي وايي: “له کرنې څخه د کروندګرو مېرمنو دا لږ عايد هم هېڅکله په رسمي عايد کې نه دی شمېرل شوی، که مېرمن خپل وخت په کرنه او مالدارۍ کې ولګوي، وخت يې په شمار کې نه راځي چې دا يوه جدي ستونزه ده.”

د شمېرو له مخې، د ښځینه کروندګرو اویا سلنه برخه په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي، خو هغوی د کرنې په برخه کې د امکاناتو کمی او د محصولاتو له پاره د بازار نشتوالی عمده ستونزې بولي.

 

Trending

Exit mobile version