تازه خبرونه

د ښیوې د قضیې په اړه سیمه ییزو چارواکو بې غوري کړې- د پلاوي غړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار په ښیوه ولسوالۍ کې د یوه کس له خوا په یوه وخت د دوه خویندو د نکاح قضیې په کور دننه د خلکو سخت غبرګون راوپاراوه. د ولسمشر په لارښوونه د یادې قضیې د څېړلو لپاره ننګرهار ته یو پلاوی ولیږل شو.

د پلاوي مشر د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې لوی رییس سید عبدالغفار پاچا وايي، د قضیې اصلي تورن نیول شوي او ترې څیړنې روانې دي.  

د قرباني شویو نجونو پلار نادرخان وايي، سیمه ییزو چارواکو یې غږ نه اورید؛ ځکه یې دا خبره رسنیزه کړه.

هغه زیاتوي، په عدلي، ولایتي او امنیتي ادارو کې ترې د قضیې د مخکې وړولو لپاره بډې غوښتل کیدې. د پلاوي مشر دې مسایلو ته ځواب ونه ویلو؛ خو زیاته یې کړه، چې په یاده قضیه کې ځینو مسوولینو بې غوري کړې، چې د ځواب ویلو لپاره به څارنوالۍ ته معرفي او د اړتیا په صورت کې به له دندې ګوښه شی.

د ننګرهار ولایت د ښیوې د قضیې په اړه د ولسمشر له خوا ټاکل شوی پلاوی وايي؛ سیمه ییزو چارواکو د پېښې په اړه بې غوري کړې، چې ځینې تورن څارنوالۍ ته معرفي شي.

تازه پولیسو زوم ولایت خان   او د هغه دوهمه میرمن، چې د مروآ کشره خور ده نیولي.

 زوم وايي، مشره خور یې د شپې طلاقه کړې او د هغې کشره خور یې د سبا سهار په اته بجو د نجلۍ د کورنۍ په خوښه نکاح کړې ده.

 د مروآ کشره خور مرحبآ څرګندوي؛ کله، چې د زوم د کورنۍ له دوی سره جنجال شو، دا بل کور کې پټه شوه. هغه وايي د ځینو منځګړو په ضمانت یې ځان ښکاره او د مشرې خور د واده پر سبا یي نکاح وتړل شوه.

اوس پوښتنه داده، چې ملا ولې د بلې خور نکاح تړلې.

نکاح تړونکی ملا مولوي عبدالرحمان وایي، د اسلام له مخې؛ کله، چې پر یوې ښځې نکاح وتړل شي،  کوروالی ورسره وشي او بېرته طلاقه شي د عدت ترمودې وړاندې د هغې له بلې خور سره نکاح حرامه ده.

دا هرڅه  دوه میاشتې وړاندې شوي او سیمه ییز چارواکي پرې همغه وخت خبر ول، مګر اقدامات یې نه دي کړي.

امنیه قومنداني وايي،  تراوسه په دې تړاو یوازې پېنځه کسان نیول شوي دي.

سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال   اوس هم په دې برخه کې د ځنډ دلایل نه لري.

د پلاوي مشر وايي، دا مسله د ننګرهارد ولایتي شورا د ځینو غړیو د کش مکش ښکار شوې او په لوی لاس لویه شوې ده.

هغه زیاتوي، په دې تړاو باید له لاس وهونکیو هم پلټنه وشي، چې بشپړه روښانتیا یې  ډېروخت ته اړتیا لري.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version