تازه خبرونه

د کابل او اسلام آباد اقتصادي اړیکې پراخه شوې دي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۴, ۱۴۰۱)

په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، چې د اسلام آباد او کابل ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ په برخو کې همکاري پراخه او د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شوې ده.

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د  پاکستان د خپلواکۍ د ٧٥ کليزې د نمانځنې په مراسمو کې ويلي، چې اسلام آباد له کابل سره خپلې هر اړخیزې همکارۍ روانې ساتي.

دی  وايي؛ د ترانزیت او سوداګرۍ په برخو کې د اسلام آباد او کابل همکاري زیاته شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ واردات او صادرات هم ډېر شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د افغانستان او پاکستان پر پولو ستونزې اوارې شوې او آسانتياوې رامنځته شوې دي.

 د هغه  په وینا، اسلام آباد له تېر یوه کال راپدیخوا له افغانستان سره د ستونزو په حل کې همکاري کړې او اوس هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ژمن دی.

نوموړی وایي: له افغانستان سره زمونږ اړیکې ډېرې ښې دي.  په تېر یو کال کې افغانستان ته ډېرې ستونزې را ولاړې شوې؛ خو پاکستان له افغانستان سره مرسته او همکاري کړې ده. دا همکارۍ د کډوالو،  بشري مرستو او په پولو کې د آسانتیاوو د برابرولو په برخو کې وې. د ترانزیت او سوداګرۍ په برخو کې زمونږ همکاري زیاته شوې، صادرات او واردات هم زیات شوي او مونږ تل له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن یو.

منصور احمد خان زیاته کړې؛ په تېر یوه کال کې له ستونزو سره سره اسلامي امارت ښه فعالیتونه کړي دي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ ښوونه او روزنه د ټولو وګړیو اساسي حق دی او ښځې، چې د ټولنې ۵۰ سلنه جوړوي باید زدکړو ته لاسرسی ولري.

هغه وایي: پوهنه د هېواد یوه مهمه برخه ګڼل کېږي؛ ښځې د ټولنې ۵۰ سلنه جوړوي. د افغانستان اوسنی حکومت هم وايي، چې په افغانستان کې د ښځو د زدکړې په برخه کې پر یوه بهیر کار کوي، چې نجونې له اسلامي شرایطو او افغان فرهنګ سره سمې زدکړې روانې وساتي.

دغه راز دی له ترهګرۍ سره مبارزه د سیمې د هېوادونو ګډه موخه ګڼي او وايي، چې د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه روانه ده.

منصور احمد خان ټینګار کوي، چې د سیمې هېوادونه په ځانګړي توګه افغانستان او پاکستان د ترهګریزو بریدونو له کبله ډېر زیانمن شوی، له همدې کبله د سیمې او په ځانګړي توګه د افغانستان او پاکستان د امنیت د تامین لپاره اړینه ده، چې دا ګواښونه له منځه یوړل شي او د اړوند هېوادونو ترمنځ ښو اقتصادي اړیکو ته زمینه برابره شي.

که څه هم د پاکستان د ویزې تر لاسه کول ګران شوي او افغانان نشي کولی ویزه په آسانه تر لاسه کړي؛ خو په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، چې په نږدې رااتلونکیو ورځو کې به د پاکستان د ویزو ستونزه پوره حل شي.

Trending

Exit mobile version