تازه خبرونه

د کابل او قرغزستان ترمنځ درې تړونونه لاسلیک شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د کابل او قرغرزستان ترمنځ د سیاسی، دیپلوماتیکو او له پېښو سره د مبارزی په برخو کی دری تړونونه لاس لیک شول.

د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثمانی وایي:

د افغان محصلینو لېږنه قرغزستان ته د زدهکړو په موخه، اقتصادی پیاوړتیا، د روغتیایی پروژو مرستې او په لويدیزه اروپا کې د افغانستان لاسرسى د ریل پټلۍ ته د دغه تړون له مهمو ټکو څخه شمېرل کېږي.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر وایي:

قرغزستان په افغانستان کی د ثبات او امنیت د ټینگښت په موخه مرستی کوي. مونږ چمتو یو، چی له روغتیایی پروژو څخه نیولی تر کرنې او پوهنې پورې په هره برخه کی له افغانستان سره مرسته وکړو.

په قرغزستان کې د افغانستان سفارت په ۲۰۰۲ م کال کې پرانیستل شو او قرغزستان په افغانستان کې د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د شنبی په ورځ( د سلواغې ۲۶ ) خپل سفارت په کابل کی رسماً پرانیست.

Trending

Exit mobile version