لوبی
د کابل او لوګر د پېښو له ټپيانو سره د مرستې لپاره دوه مډاله بولۍ ته وړاندې شول
(Last Updated On: غویی ۲۲, ۱۴۰۰)
د هېواد د آزادو سیالیو تکړه او مخکښ لوبغاړي حسین بخش صفري د کابل د سید الشهدا د ښوونځي او لوګر د خونړیو پېښو له قربانیانو سره د مرستې لپاره خپل دوه مډالونه بولۍ ته وړاندې کړل.
حسین بخش صفري له ملي سوداګرو غوښتي، چې دا دوه مډالونه ترې وپېري.
نوموړي په دې اړه ویلي: زه له ملي او بین المللي سوداګرو هیله منیم، چې راشي او دا مډالونه وپېري او زه وکولی شم د صفري بنسټ له لارې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړم، چې خپلو درسونو ته بېرته ستانه شي.
هغه ویلي، چې اوس په کور کې د دغو مډالونو ځوړندولو وخت ندی.
د جوجیتسو او آزادو هڅو اتل، چې څو ځله یې نړیوال، آسیایي او سیمه ییز مډالونه ګټلي او د خپل هېوادنی درې رنګه رپی پر رپولو یې د میلیونونو افغانانو زړونه خوښ کړي؛ اوس یې پرېکړه کړې، چې نور وهڅوي او له ټپيانو سره مرستې وکړي.