بی بی سی پښتو

د کابل او ننګرهار بریدونو ته غبرګونونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۳۹۹)
Getty Images
طالبانو د ننګرهار او کابل بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي. داعش وايي، د ننګرهار برید دې ډلې کړی دی.

پرون سې شنبه) د مۍ ۱۲) د کابل په لویدیځ کې په یوه روغتون وسله وال برید او همدا راز د ننګرهار ښېوه ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګي برید ته سخت او توند غبرګونونه ښودل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو پوښتلي چې ولې باید په یوه روغتون کې په ماشومانواو مېرمنو برید وشي.؟

هغوې چې د وسله وال برید پر مهال په روغتون کې بند پاتې وو د سختو شیبو شاهدان دي، په دغه روغتون کې یوه ۴۳ کلنه مېرمن چې له پنځو کلونو را هیسې کار کوي وايي وسله وال خونې ته ننوتل او ډزې یې کولی.

هغه وايي بریدګرو ان په هغو دوو مېرمنو هم رحم ونه کړ چې د نوزیږو په خونه کې وې. هغه ادعا کوي چې پنځلس مېرمنې یې خپله ولیدلې چې په دې برید کې یې ژوند بایلود.

“بېرته چې راغلو شاوخوا یولس ماشومان ژوندي و او مېندی یې وژل شوی وې، د روغتون رییس راغی او ماشومان مو د امبولانس په مرسته د اتاترک روغتون ته ولېږدول، ماشومان یې وژلي نه و بلکې میندی یې ورته وژلی وې.”

شپیته کلنې فاطمې چې دې روغتون ته یې خپل لمسی د واکسین لپاره وړی و، وايي کله چې روغتون ته ننوتله څو دقیقې لا نه وې تیرې چې د ډزو غږونه یې واورېدل، وايي نه پوهېده چې څه پیښه ته شوې ده.

“د روغتون د تشناب په لور مې له لمسي سره منډه کړه هلته مې ځان پټ کړ، زه یوازې نه وم بلکې نور خلک هم و، د تشناب تر څنګ هم څو ډزې وشوې، موږ ډېر ویریدلی و، د خپل لمسي خوله مې کلکه ونیوله چې غږ یې پورته نه شي ډېر زیات ویریدلی حالت و.”

په کابل او ننګرهار ولایتونو کې له وسله والو بریدونو څو ساعته وروسته افغان ولسمشر تېره ورځ ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې د عامو خلکو وژنه او ژوبلېدل جنایت وباله او دغه بریدونه یې وغندل.

ښاغلي غني وویل سره له دې چې د عالمانو او نړیوالې ټولنې په کراتو له طالبانو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه خو طالبانو لا تاوتریخوالی زیات او جکړې ته دوام ورکوي.

Getty Images
کابل کې سرتېريو له روغتون یو نوزېږ اېستلی دی.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته افغان امنیتي ځواکونو فعال دفاعي حالت غوره کړی و، خو ولسمشر غني تېر ماښام افغان امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالت نور ووځي.

د ولسمشر د نږدې ملګرو له ډلې یې لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا مرستیال حمدالله محب او کورنیو چارو وزات ته نوماند د دغو بریدونو د مسولیت پړه په طالبانو اچولې ده.

خو طالبانو په کابل او ننګرهار کې په بریدونو کې لاس لرل رد کړي خو داعش د کابل په یوه روغتون د برید پړه منلې ده.

په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو د برید عکسونو د خلکو پراخ غبرګونونه را پارولي او د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو دغه ډول بریدونه د بشر ضد جنایت بللی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله عبدالله هم دغه بریدونه غندلي دي، ښاغلي کرزي دغه بریدونه د سولې لپاره د خنډ جوړولو دسیسه یاده کړې ده.

په همدې حال کې په کابل کې د امریکا سفارت، د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یونما، ناټو، اروپايي ټولنې او د المان استازي هم دغه بریدونه غندلي او هغه یې وحشیانه کړنې یادې کړی دي.

Trending

Exit mobile version