سیمه ییز خبرونه

د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي هوکړه لیک د دواړو هېوادونو د دوستۍ دوام تضمینوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امريكا د كانكريس ځينې غړي د كابل او واشنګټن تر منځ امنيتي هوكړه ليك د افغانستان او پاكستان د اړيكو په نږدې كېدو كې ارزښتمن بولي. دوی وايي، دا هوكړه ليك د افغانستان ثبات او د كابل او واشنګټن د دوستي دوام تضمينوي.

د افغانستان او امريكا تر منځ په امنيتي هوكړه ليك باندې وروستيو خبرو اترو د افغانستان دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه را وپارول.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كېري كابل ته په خپل وروستي سفر كې د امنيتي سند په تړاو د كابل اندېښنې لرې كړې او د دې سند پرمهمو مسايلو باندې د دواړو لورو هوكړه وشوه.

په همدې حال كې د امريكا د كانګريس ځينې غړي د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي هوكړه ليك لاسليك دواړو لورو ته ارښتمن بولي.

د امريكا د ولسي جرګې د بهرنيو اړيكو د كمېټې غړى اډوارډ رايس وایی:

كه څه هم د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي هوكړه ليك په خبرو كې ګډون نه لرم، خو دا بايد ووايم، چې دا سند د افغانستان او امريكا تر منځ د اړيكو په ټينګښت كې ارزښتمن دى. زه د سند په اړه د خبرو اترو له ښكېلو لورو غواړم، چې ډېر ژر دا سند لاسليك كړي، ځكه دا دواړه لورو ته يوه اړتيا ده.

دغه امريكايي استازی همدا راز له افغانانو غواړي، چې د افغانستان د كړكېچ پر وړاندې يو موټى شي او پرېنږدي، چې بهرني لاسونه افغانستان وران او بې ثباته كړي.

بل خوا د امريكا د ولسي جرګې د بهرنيو اړيكو د كمېټې غړي له پاكستان څخه غواړي، چې د افغانستان پر وړاندې خپله پالسي بدله كړي.

همدارنګه د ماساچوست ايالت استازى من جيم مك ګاورن وایی:

پاكستان بايد له افغانستان سره ژوند كول زده كړي، پاكستان نه شي كولاى د ترهګرو لپاره خوندي پناه ځاى وي. فكر كوم بالاخره د سيمې ټول هېوادونه  بايد د افغانستان د سولې په پروسه كې ونډه واخلي. نه يواځې پاكستان، چين، ان ايران. ټول پوهېږي، چې افغانان حق لري د بهرنيانو له لاس وهنو پرته ژوند وكړي. د افغانستان خلك د ټولو ستونزو په ګاللو سره د دې وړ دي، چې يوه روښانه راتلونكې ولري او په هېواد كې يي جګړې او تاوتريخوالى نه وي.

دا په داسې حال كې ده، چې تل  په ملي او نړيوالو غونډو كې پاكستان له ترهګرو څخه پر ملاتړ او پالنې تورن شوى او كابل تل پر خپلو نړيوالو متحدينو نيوكې كړي، چې د ترهګرو د ځالو او پناه ځايونو پر وړاندې بې غوري كوي.

Trending

Exit mobile version