تازه خبرونه

د کابل او کونړ په ځانمرګي بریدونو کې ۷۶ کسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د شنبې په سهار د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد یوې درندې چاودنې ولړزاوه، چې په کې ۱۴ کسه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

 دغه راز په همدې ورځ مازیګر مهال دفاع وزارت ته د ننوتو په ور کې هم ځانمرګي بریدګر ۹ کسه وژلي او د ۵ ښځو په ګډون ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.

 د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمی ویلي، چې د دې چاودنې ډېري قربانیان ملکي وګړي دي.

د کابل د جنایي جرمونو د څېړنو رییس فریدون عبیدي وایي؛ ځانمرګي بریدګر په یاد ځای کې خپل چاودیدونکي واسکت ته چاودنه ورکړې، چې موخه یې ملکي وګړي وه.

ویل کیږي، چې یو ځانمرګي برید ګر د شنبې په ورځ سهار مهال ( ۹:۲۰ ) د کونړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې د موترسیکل پر مټ د ولایت مقام ته نږدې د شهیدانو پارک د دروازې مخې ته چاودنه کړې، چې په کې ۵۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د کونړ والي وحید الله کلیمزي ویلي، چې په دې برید کې زیاتره ملکي وګړي زیانمن شوي دي.

طالبانو په کابل کې د تر سره شوي ځانمرګي برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې په دې برید کې یو شمېر پوځي افسرانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

په کونړ ولایت کې د رامنځته شوي برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

دغه دواړه بریدونه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې راروانه اوونۍ به په اسلام آباد کې له مخالفو وسلوالو سره نیغ په نیغه د سولې خبرې پیل شي.

خبریال: علی اصغري

 

Trending

Exit mobile version