تازه خبرونه

د کابل بانک دوه پخواني چارواکي په لس لس کاله تنفیذي بند محکوم شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل بانک استیناف محکمې د دغه بانک پخواني چارواکي چې د دې بانک په بحران کې تورن دي، په بېلابېلو کاله تنفیذي بند محکوم کړل.
دغه راز د لسګونو کسانو او د بانک سهم لرونکو شرکتونو پانکې هم کنګل اعلان شوې.
خلیل الله فروزی او شیرخان فرنود دغه بانک دوه دوه لوی چارواکي په استیناف محکمه کې په لس لس کاله بند محکوم شول. خلیل الله فروزی په ۱۳۷ میلیون ډالره او شیرخان فرنود په ۳۳۴ میلیون ډالره نغدي جریمه هم محکوم شول.
حسین فهیم، محمود کرزی، محمد طاهر طاهر عبدالغفار داوي، شکرالله شکران، حیات الله کوکچه، نثار، هغه کسان دي چې د کابل بانک استیناف محکمې د حکم له مخې، باید پانګې يې کنګل شی.
دغه راز د کابل نفت، پامیر، ګل بهار داوي، صرافي شاهین، ګل بهار ټاور، ګاز ګروپ هغه شرکتونه دي چې محکمې يې د جایدادونو او پانګونو د ګنګلولو حکم صادر کړ.
شیر خان فرنود او خلیل الله فیروزي چې د کابل بانک په قضیه کې تورن پیژندل شوي، د قضیې اصلي تورن له بنده ازاد ګڼي او د کابل بانک د قضیې اصلي عامل د مالیې وزارت سرپرست عمر زاخیلوال بولي.
خو د مالیې سرپرست عمر زاخیلوال د کابل بانک قضیې په تړاو پر ځان لګیدلي تورونه رد کړل او ځان د افغانستان د بانکي نظام د سقوط او کابل بانک د کړکیچ د پراخیدو عامل نه بولي.
ښاغلی زاخیلوال وايي، نه یې کله د کابل بانک له سهام لرونکو سره قهوه څکلې او نه یې هم کله هغوی ته کله د چای څکلو بلنه ورکړې او په وینا یې، خصوصي لیده کاته خو لرې خبره ده.
د مالیې وزارت سرپرست ادعا کوي چې د کابل بانک قضیې اصلي عاملینو د هغه د بدنامولو لپاره د پارلمان غړیو یو شمیر رسنیو ته میلیونونه ډالر ورکړي دي.
ښاغلی زاخیلوال زیاتوي، د کابل بانک په دفتر کې د پیسو د غلا کولو لپاره د جعل کارۍ یو دفتر جوړ شوی و.
د کابل بانک د بحراني کولو په قضیه کې لس نور کسان هم د بند په بیلا بیلو کلونو او نغدي جریمه محکوم شول. د کابل بانک لانجمنه قضیه د نوي حکومت د کار له پیل سره سم بیا پرانیستل شوه. دغه بانک هغه وخت بحراني شو چې شا او خوا نهه سوه میلیونه ډالره پانګه یې د چارواکو او سهم لرونکو لخوا اختلاس او یاهم په ناقانونه توګه له بانک څخه و ایستل شوه.
د محکمې دا حکم وروستی نه دی او محکوم کسان د تمیز غوښتنې حق لري.

Trending

Exit mobile version