تازه خبرونه

د کابل بانک د دوسیې څېړنې ته ځانکړې محکمه جوړه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې دوی د کابل بانک دوسیه تر بیا څیړنې وروسته سترې محکمې ته استولې ده.
استیناف محکمې دغه دوسیه د ځینو نیمګړیتاوو له کبله لویې څارنوالۍ ته ورلېږلې وه.
بلخوا د لويې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي وايي که د کابل بانک د قضیې تورن کسان محکمې ته حاضر نه شي، په کار ده چې په غیاب کې يې محکمه حکم صادر کړي.
لويې څارنوالۍ ته د استیناف محکمې لخوا د کابل بانک دوسیې تر ورلېږلو وروسته، لويې څارنوالۍ دغه دوسیه بیا بشپړه کړې او سترې محکمې ته یې استولې ده؛ دا ځل په دوسیه کې د کابل بانک د پوروړو نوملړ هم شامل شوی دی.
سترې محکمې دغې قضیې ته ځانکړې محکمه جوړه کړې ده.
د لویې څارنوالۍ ویاند وايي چې د کابل بانک ځیني جایدادونو او ملکیتونه یې موندلي او په اوو نورو هیوادونو کې د دغه بانک د جایدادونو د موندنې هڅې روانې دي.
هغه وویل چې که د کابل بانک د قضیې تورن حاضر نه شي، باید په غیاب کې يې پرېکړه وشي.
د ښاغلي عزیزي په وینا که ماليه وزارت او د افغانستان بانک هغه کسان چې ضمانت یې کړی، محکمې ته حاضر نه کړي؛ نو ضمانت کوونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

Trending

Exit mobile version