تازه خبرونه

د کابل بانک ورکې شوې پیسې به د ملي یووالي حکومت بیرته پیدا کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرلومړی مرستیال وايي؛ د کابل بانک ورکې شو پیسې به د ملي یووالي حکومت بیرته پیدا کوي او هغه چا چې دغه بانک په بحرانی کولو کې لاس درلوده، د قانون منګولو ته به وسپاري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ماليي اوکانو نو وزیران وايي چې له فساد سره به مبارزه کوي او خپلي را تلونکي پالیسۍ به دهیوا د ملي ګټو پر اساس تنظیمو تر څو د هیواد ټول وګړي خپل ځانونه په ملي ګټو کې شریک وګوري.

د ولسمشرلو مړی ومرستیال عبدالرشید دوستم دغه څرګندونې د ماليي د نوي وزیر د معرفی کولو په مراسمو کې وکړي.

نوموړی وايی ملت سره یی ژمنه کړې چې د کابل بانک قضیه به شپینوي .

عبدالرشید دوستم د ولسمشر لومړی مرستیال:

مونږه به د کابل بانک هغه ورکې شوې پیسی بیر ته پیداکړو او کابل بانک به له لاسه تللی اعتماد به بیرته ترلاسه کړي؛ ځکه مونږه چې ولس سره د دغه قضیی د سپیناوي ژمنه کړې وه مونږه پخپله ژمنه ولاړ یو.

 

د ماليي نوی وزیر اکلیل احمد حکیمی وايي چې د ماليي په وزارت کې خصوصا په ګمرکونواو دعوایدو په راټولو کې زیاتو اصلاحاتوته اړتیاده چی دا کارونه به دخپل کار په لومړی توبونو کې وي.

کلیپ اکلیل احمد حکیمی د ماليي وزیر:

ژمنه کوم چې قوانین بهپه شاید او باید ډول پلي کیږی، د عوایدو او ګمرکونو په برخه کې به اصلاحات راشي او فساد سره به جدي مبارزه کوم تر څو شفافیت تامید شي.

 

د کانونو وزیر داوود شاه سباه هم وايي چي دافغانستان د کانونو د استخراج د لاشفافیت په برخه کې د کانونو په وزارت کې یوه مشورتي شوار را منځ ته کړی تر څو د کانونو او قرادادونو په استخراج کې ستونزې له منڅه ولاړې شي.

لومړی به یوه مشورتی شورا رامنځ ته کړم،خپلې ټولې پالیسۍ به د ملي ګټو په اساس جوړې کړم او خلکو څخه به زیاته مشوره واخلم او هم به خپلو هیواد والو ته زیاته ونډه ورکړم تر څو ملي مشارکت ته زیاتې اسانتیاوې برابری کړم او منرالي صنعت ته به وده ورکړم.

 

نوموړی وايي چې د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره به نړیوال پانګوالو پانګونه راجلب کړي او هم اوخپلی ټولی پالیسۍ به د افغانستان د ملي ګټو په اساس جوړې کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version