Connect with us

تازه خبرونه

د کابل بانک په قضیه کې اووه ښکېل کسان ونیول شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

2

د افغانستان لویه څارنوالي د کابل بانک په قضیه کې د ښکېلو کسانو یودېرش ټوکه دوسیې استیناف محکمې ته استولي دي. په همدې حال کې د هېواد لویه څارنوالي له قضایي بنسټونو غواړي، چې په عادلانه توګه دا دوسیې وڅېړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي وایي:

د کابل بانک په قضیه کې یوویشت ښکېل کسان یو ځل بیا محاکمې ته کاږل کېږي. د افغانستان لویې څارنوالي بالاخره د کابلبانک د قضیې له څېړنو وروسته اوس یو ځل بیا د کابل بانک د عاملانو دوسیه چې په درغلیو، اختلاس او ناوړه ګټې اخیستو تورن دي، د کابل د استیناف محکمې ته ولېږله.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي:  

په وروستیو کې لویه څارنوالي د امنیتي ځواکونو په مرستې سره په دې توانېدلې، چې د کابل بانک د قضیې له نولسو تورنو کسانو اووه تنه ونیسي. دا کسان مخکې د ضمانت په وړاندې خوشې شوي وو.

هغه کسان، چې نیول شوي د هغوی شهرت دا دی.

نوم                     د پلار نوم             دنده

کمال ناصر کروړ   حبیب الله کروړ         د کابلبانک د سراسري شبکې مسول

بسم الله                 عبدالمحمد            د افغانستان بانک د څارنې غړی

محمد قسیم رحیمي   عبدالحمید             د کابلبانک د مالي چارو د څارنې لوی آمر

محمد طارق میران   غلام فاروق          د کابلبانک د معلوماتي تکنالوژي آمر

شیر آغا حلیم         ذین العابدین         د افغانستان بانک د څارنې د ټیم سرګروپ

محمد عارف سالک محمد آصف         د افغانستان بانک د څارنې غړی

محبوب شاه فروتن   مبارک شاه        د کابلبانک د قانون د پیروي د څانګې پخوانی کارکونکی

د کابل بانک په قضیه کې ۲۱ تنو لاس درلود، چې له دې بانک ۹۱۳میلیون ډالر اختلاس شول خو یوسلو څلور اتیا میلیون ډالر بېرته تر لاسه شول په داسې حال کې، چې ۷۲۹ میلیون ډالر لا هم تري تم دي.

Advertisement

تازه خبرونه

د افغانستان سیلاب ځپلیو ته مو د مرستو چمتووالی نیولی – ټوماس ویسټ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټوماس ويسټ د افغانستان په بغلان، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د وروستيو سيلابونو پر اوښتو زيانونو خپله خواشيني څرګنده  کړې ده.

ټوماس ویسټ د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه ) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د امریکا متحدین په افغانستان کې د سېلاب ځپلیو لپاره د خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنۍ مرستې رسوي.

دغه راز د افغانستان لپاره په قطر کې د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر هم ویلي: امریکا سیلاب ځپلیو ته د بېړنیو مرستو د جلبولو، د خپلو همکارانو له لارې د خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو د برابرولو لپاره له نورو سره یوځای کیږي.

د هېواد په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا په بغلان کې د مرګوني سېلابونو راوتو ځايي اوسېدونکیو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د وروستیو څرګندونو له مخې؛ د بغلان په دوه ولسوالیو کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د بغلان ولایت له سیلاب ځپلیو سیمو لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه) د دغه ولايت د مرکز په ګډون له سېلاب ځپلیو سيمو ليدنه وکړه.

ملا برادر  د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د دې ولایت په مرکز کې له مسوولینو او کاري کمیټو له استازو سره په ناسته کې لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي زیاته کړې: په هغو ولسوالیو کې، چې مونږ له نږدې ولیدلې اوښتي زیانونه ډېر دي؛ نو له همدې کبله اړینه ده، چې دغه بنسټونه د بې ځایه شویو خلکو لپاره د خوراکي توکو، درملو او سرپناه په برابرولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او سیلاب ځپلیو سیمو ته د مرستو رسولو بهیر نور هم چټک کړي.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان شمالي او لویديځ ولايتونه د ويجاړونکيو او مرګونو سېلابونو شاهدان دي.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ یوازې په بغلان کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. په تخار کې هم له ۲۰ ډېرو کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه د مالي زیانونو پوره کچه په ډاګه شوې نده؛ خو ویل کېږي، چې د سیلابونو له کبله سلګونه کورونه ویجاړ شوي او کرنیزو ځمکو ته پوره زیانونه رسېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د ترکیې له ولسمشر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د اسلامي نړۍ د عالمانو د مشورتي ناستې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د عالمانو په مشورتي دوه ورځنۍ غونډې په څنډه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

مجاهد زیاته کړې، چې په دې کتنه کې د ترکیې ولسمشر د امنیت خوندي کېدا او په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خوښي څرګنده کړه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي له ولسمشر اردوغان څخه د دغې غونډې له جوړولو د مننې تر څنګ ویلي، افغانستان له ورور هېواد ترکیې سره د ښو او پرمختللیو اړیکو غوښتونکی دی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي؛ اسلامي نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان د ترکیې له ولسمشر څخه هیله لري، چې د اسلامي امت د ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.

 ارشاد، حج او اوقافو وزارت د څرګندونو له خې؛ د اسلامي نړۍ د عالمانو دوه ورځنۍ مشورتي غونډه پرون (یکشنبه د غویی درویشتمه) د ترکیې په استانبول ښار کې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر وینا پیل شوې او د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت چارسمبالی یې هم ګډونوال دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!