تازه خبرونه

د کابل برښنا به تر ۵ ورځو ونښلول شي – برښنا شرکت

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۱, ۱۳۹۹

د کابل د میربچه ګوټ ولسوالۍ د میرزا خېل په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو کسانو لخوا پر بمونو د الوزول شوې برښنا ستنې د رغولو چارې پیل شوي، چې له کبله یې د کابل او نورو ولایتونو ۴۳ میګاواټه برښنا پرې شوې ده.

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ويلي، چې د نړیدلې ستنې بیا رغونه به پېنځه ورځې وخت ونیسي؛ خو دوی هڅه کوي سل میګاواټه برښنا په لنډ مهالي توګه له کابل سره ونښلوي.

د ښاغلي توحیدي په وینا؛ د دغې برښناستنې د نړیدو له کبله میلیونونه ډالر په غیر مساقیمه توګه زیانمن شوي، چې جوړول به یې پېنځه ورځې وخت ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر نوم لرونکي چارواکي او دولتي ادارې د برښنا لګښت نه پرې کوي چې له کبله یې دغه شرکت د مرکزي آسیا له هېوادونو څخه د پېریدونکې برښنا د بیې په پرې کولو کې له مالي ستونزو سره مخ دي او په کور د ننه دا ډول ویجاړوونکې پېښې د شرکت چارې نورې هم ټکنۍ کوي.

Trending

Exit mobile version