تازه خبرونه

د کابل د برچې سیمې پر روغتون برید د ۱۴ کسانو پر وژل کیدو پای ته رسیدلی

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۴, ۱۳۹۹

د کابل په برچې سیمه کې د نن سهار د ډله ییز وسلوال برید په پایله کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۵نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت د برید پخلی کړی او څرګندوي، چې د برچي د اړوند سیمې پر سل بستریز روغتون د برید درې برید ګر وژل شوي دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې ډله ییز برید کې ۱۳ ملکي وګړي او یو سرتیری وژل شوي، ۱۵ نور ټپیان دي او د روغتون ۸۰ کسان هم ژغورل شوي دي.

کورنیو چارو وزارت ویلی؛ د بریدګرو موخه د دې روغتون د مور و ماشوم د څانګې ۶ بهرني ډاکتران ول، چې د بې سرحده ډاکټرانو پورې اړه لري، چې ځاني زیان ندی وررسیدلی.

پولیسو ویلي، چې بریدګرو لومړی د روغتون ساتونکی وواژه او بیا روغتون ته دننه شوی دي.

عیني شاهدانو ویلي؛ له برید مخکې یوه چاودنه وشوه بیا څو وسلوال سل بستریز دولتي روغتون ته ننوتل او پر هر لور او هر چا یې ډزې وکړې.

د عامې روغتا وزارت ویاند وحید مجروح هم یاده مرګ و ژوبله منلې ده.

هغه زیاته کړې؛ په وژل شویو کې یو پوځي دی او نور ټول عام وګړي دي.

وسلوالو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

د کابل په لویدیځ کې پخوا هم ورته دا ډول خونړي بریدونه شوي، چې داعش ډلې یې مسوولیت اخیستی دی.

د بشري حقونو کمیسیون، ملي امنیت شورا او ارګ له مخالفانو غوښتی، چې په دې مبارکه میات کې خپل بریدونه ودروي.

څه موده مخکې د عبدالعلي مزاري پر تلین هم په وسلوال برید کې لسګونه کسان وژل شوي، چې داعش یې مسوولیت منلی دی.

پرون هم د کابل په تهیه مسکن او د څلورمې حوزې اړوند سیمو کې څلور چاودنې شوې وې، چې رسمي سرچینو د ۴ عامو وګړیو ټپي کیدل منلي؛ خو هیچا د برید پړه نده منلې.

Trending

Exit mobile version