تازه خبرونه

د کابل د خلیفه صاحب په جومات کې د چاودنې مرګ و ژوبله لسګونو ته ورسېده

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۰, ۱۴۰۱

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ويلي، نن (جمعه د غوی ۹ / د اپریل ۲۹ ) په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، امنيتي ځواکونو د پېښې په اړه پلټنې پی کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د شپږمې حوزې اړوند د دارالامان په سیمه کې د برید په پایله کې ۵۸ هېوادوال وژل شوي او ۵۸ نور په ټپي بڼه روغتونونو ته رالېږدول شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ پیغام کې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د علاوالدین د څلورلاري د خلیفه صاحب په خانقا کې چاودنه غندلې او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به یې عاملین ونیول شي او سزا به ورکړ شي.

دغه برید کورني او بهرني غبرګونونه راپورته کړي او غندل شوی دی.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت ندی منلی؛ خو په هېواد کې د تېرو دوه اوونیو د ډېرو چاودنو پړه داعش پر غاړه اخیستې ده.

 

Trending

Exit mobile version