بلخ @ps

د کابل د خونړي برید غچ به په جوزجان کې اخلم-جنرال دوستم

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وایي، چې د کابل د سې شنبې ورځې د خونړي برید غچ به په جوزجان کې له طالبانو واخلي.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم بیا جوزجان ته تللی، چې وسلوال طالبان وځپي.

د ده ترقومندې لاندې ځواکونو لومړنۍ موخه د خان آقا ولسوالي وه، چې یوه ورځ مخکې یې په ځینو سیمو کې طالبانو حضور درلود.

امنیتي ځواکونه   خان آقا ولسوالۍ ته هغه مهال ننوتل، چې جنرال دوستم دغه ځای ته ورسید.

د جوزجان امنیه قومندان رحمت الله ترکستانی وایي، طالبان له دې سیمې وتلي او د دوی په ولکه کې راغلې ده.

د  جنرال دوستم تر قومندې لاندې ځواکونو ونه کړی شول، چې طالبان پیدا کړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم  وایي، دغه ځواکونه له خان آقا ولسوالۍ وروسته آقچې او بیا منګجک ولسوالۍ ته ورسیدل، چې طالبان له دې سیمې هم وتښتېدل.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم زیاتوي؛ په تمه دي، چې ولسمشر اجازه ورکړي او ځان د کندز جګړې ته ورسوي.

د نوموړي په وینا؛ که کندز ته ولاړ، طالبان به له منځه یوسي، ځکه جنګ په همدې ولایت کې دی.

جنرال دوستم په تېر لمریز کال کې هم دوه ځله جوزجان او فاریاب ولایتونو ته تللی، چې دغو ولایتونو ته یې په رسیدو طالبان تښتیدلي؛ خو کله، چې بېرته کابل ته ستون شوی، طالبان هغو سیمو ته ورغلي، چې پخوا یې تر کنترول لاندې وې.

خبریال نصرت پارسا 

Trending

Exit mobile version