تازه خبرونه

د کابل د پولیسو اکاډمۍ مخې ته په ځانمرگي برید کې ۱۵کسه وژل شوي او له ۲۰ ډېر ټپیان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل پېنځمې امنیتي حوزې اړوند د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مخې ته په ځانمرگی برید کې پېنځلس تنه وژل شوي او له شل ډېر تپیان دي.

یوه امنیتي سرچنیه، چې نه یي غوښتل نوم یي واخستل د دغه مطلب له ویلو سره وایي، پرون ماښام یو ځانمرگي بریدگر د پولیسو په جامو کې د پولیسو اکاډمۍ مخې ته په داسې حال کې ځانته چاودنه ورکړه، چې د اکاډمۍ محصلین د ننوتلو په حال کې ول.

امنیتي سرچینې زیاته کړې، چې د دې پېښې ډېری قربانیان د اکاډمۍ محصلین دي.

د دې برید مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.

دغه راز یوه بله چاودنه، چې د کابل د قصبې په سیمه کې د نشه يي توکو د مبارزې پر ضد په ریاست کې رامنځته شوې ده.

د چارواکي د معلوماتو له مخې له چاودنې وروسته یو شمېر وسله والو چې شمېر یې نه دی معلوم امنیتي خواکونو سره نښته پیل کړه؛ خو اوس هم په دې پېښه کې د مرگ و ژوبلې په اړه نور جزیات نه دي ورکړ شوي.

شاهدان وایي، چې د دغه برید په پایله کې اته تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي  .

دا په داسې حال کې ده، چې پرون شپه یوه بجه د دفاع وزارت د کشف ریاست مخې ته په یو موتربم چاودنه کې البته د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او له ۲۸۰ ډېر ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version