تازه خبرونه
د کابل د پولیسو چارواکي باید دندې پریږدي
د فرخندې د وژنې د قضیې د تعقیب لپاره د ولسي جرګې له خوا پنځه کمیسیونونه وګمارل شول.
د ولسي جرګې غړي وایي، د دغې ویرونکې پیښې عاملینو ته د سزا ورکړه د حکومت مسولیت دی او ولسي جرګه به هم دغه موضوع تعقیب کړي.
د ولسي جرګې ځینې نور غړي بیا وایي، کوم پولیس چې د پیښې په مهال سیمه کې وو، د فرخندې د ژغورنې لپاره یې هیڅ کار نه دی کړی او باید د کابل د پولیسو چارواکي خپلې دندې پریږدي.
ولسي جرګې پریکړه کړې چې د فرخندې د وژنې قضیه به د دغه بنسټ د پنځو کمیسیونونو له خوا تعقیبیږي او د جرګې هڅې هم پر دې را ټولې دي چې د پیښې عاملین په سزا ورسولشي.
د ولسي جرګې غړي وایي، څو پورې چې د فرخندې وژونکي په سزا ونه رسول شي، شونې ده چې راتلونکې کې هم ورته پیښې را منځته شي.
د ولسي جرګې په ناسته کې همدا راز د هېواد د لویو لارو امنیتي وضعیت هم وڅیړل شو، او له حکومتي چارواکو وغوښتل شول چې د لویو لارو د امنیت ساتنې لپاره زیات ځواکونه وګماري څو د خلکو امنیت خوندي وي.