تازه خبرونه

د کابل د پېنځمې امنیتي حوزې آمر له خپلو درې ساتونکیو سره وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۲, ۱۳۹۹)

کورنیو چارو وزارت په نننیو درې چاودنو کې د پېنځمې امنیتي حوزې د آمر کوچی ابراهیم خېل په ګډون د څلور کسانو وژل کیدل منلي دي.

سرچینو ویلي، چې د پېنځمې امنیتي حوزې د بره کي په اړوند سیمه کې د کوچي ابراهیم خېل پر لنډ کروزر موټر د ماین په چاودنه کې نوموړی له خپلو درې ساتونکيو سره وژل شوي دي.

نن د چارشنبې پر سهار( د سلواغې ۲۲) د ځای پر ځای شويو چاودیدونکیو توکو له درې چاودنو د کابل ښار ولړزېده.

لومړۍ چاودنه نن سهار ۸:۱۲ د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د عبدالعلي کلا په اړوند سیمه کې د پولیسو پر رنجر موټر رامنځته شوې، چې د اومړنیو څرګندونو له مخې په دې چاودنه کې یو کس ټپي شوی دی.

دغه راز پولیسو زیاته کړې؛ دوه یمه چاودنه د سهار ۸:۳۸ د کابل ښار د دوه یمې ناحیې د قوایې مرکز په سیمه کې رامنځته شوې، چې د لومړنیو څرګندونو له مخې څلور کسان ترې ټپیان شوي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل د پېنځمې حوزې د آمر د وژنې په غبرګون کې پر غچ اخیستنې ټینګار کړی دی.
امرالله صالح زیاته کړې؛ کوچي د استخباراتو له نظره د پېنځمې حوزې پر وضعیت حاکم شوی و او د دوی وینه به ضایع نشي.

تر دې دمه هیچا د دغو درې چاودنو مسوولیت پر غاړه ند دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاریان له ورځنیو چاودنو اندېښمن شوي او وایي، چې ورځنۍ چارې ډاډمنې تر سره کولی نشي او له بېلابېلو اقتصادي زیانونو سره هم مخ شوي دي.

Trending

Exit mobile version