سیمه ییز خبرونه

د کابل د چمتلې دښتې موټر پلورونکي دې څلورکلن پورونه کابل ښاروالۍ ته ورکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كابل ښار د چمتلې دښتې موټر پلورونكي د كابل د لومړنۍ سوداګريزې محكمې هغه پرېكړه غېر قانوني بولي، چې دوى يې مكلف كړي، چې خپل څلوركلن پورونه كابل ښاروالې ته وركړي.

دوى وايي، كابل ښاروالۍ حكم كړى و، چې دا پورونه  دې په راتلونكو څلورو كلونو كې په څو پړاوونو كې دولت ته وسپارل شي، خو د كابل ابتدايه سوداګريزې محكمې د موټر پلورونكو د استازي په غياب كې پرېكړه كړې، چې دا پيسې دې په يوه وار دولت ته وسپارل شي.

د كابل ښار د اوولسمې ناحيې د خېرخانې كوتل لسګونو موټر پلورونكو د كابل د لمړنى سوداګريزې محكمې د هغه پرېكړې په اعتراض كې لاريون وكړ، چې دوى يې مكلف ګڼلي چې په يوه وار خپل پورونه دولت ته وسپاري.

د موټر پلورونكو د اتحاديې رئيس نجيب الله اميري وايي:

د محكمې پرېكړه غېر قانوني ده او د موټر پلورونكو د استازي په غياب كې شوې ده.

له بلې خوا د كابل ښاروالۍ د اوولسمې ناحيې رئيس مهتاب الدين احمدي وايي:

د موټر پلورونكو دا ستونزه به كابل ښاروال ته ورسوي او ښايي د محكمې د حكم يو لامل دا وي، چې د ښاروالۍ احكام ورته نه وي رسېدلي.

دا موټر پلورونكي خبردارى وركوي، چې كه يې مسئول بنسټونه غوښتنو ته پاملرنه ونه كړي خپل اعتراضونو ته به دوام وركړي او د كابل – شمال لاره به د ترافيكو پرمخ وتړي.

Trending

Exit mobile version