تازه خبرونه
د کابل د ښاري تونس په موټر کې د چاودنې قربانیان خاورو ته وسپارل شول
(Last Updated On: لړم ۲۳, ۱۴۰۰)
د یکشنبې پر ورځ د لړم پر ۲۳ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د تېر ماښام د چاودنې د قربانیانو د جنازې مراسم تر سره او خپلوانو یې خاورو ته وسپارل.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د شنبې پر ماښم د کابل د دشت برچي د ۱۳مې ناحیې اړوند د مهتاب کلا په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر نښلیدونکي ماین چاونه وکړه، چې له کبله یې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د افغانستان د اسلامي امارت یوه چارواکي ویلي، په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
رویټرز د اسلامي امارت د یوه چارواکي او ځایي اوسیدونکیو د څرګندونو له مخې ویلي، چې په چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
ویل کیږي، چې د هزاره ګانو په دې ګڼ مېشته سیمه کې داعش ډلې تل د یو لړ بریدونو پړه پر غاړه اخیستې او دغه خلک یې پر نښه کړي دي.