سوداگري
د کابل رسټورانټونه غوره کاري راتلونکي ته هیله من دي
رویټرز په ډاګه کړې؛ که څه هم سوداګریز کارونه په افغانستان کې د اقتصادي سقوط د وېرې له کبله له ستونزو سره مخ شوي؛ خو د کوچنيو رسټورانټونو لرونکي هیله من دي، چې سوداګریزې هڅې به یې ډېرې ژر ښې شي.
په افغانستان کې د واک او ځواک بدلون او د پخوانۍ ادارې سقوط د خلکو د ژوندانه ډېري اړخونه اغېزمن کړي دي.
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په لومړیو څو ورځو کې د پلازمېنې کابل اقتصادي چاپېریال یوه وېروونکې بڼه خپله کړه او له خلکو سره بېلابېلې اندېښنې رامنځته شوې.
د شینواري رسټورانټ مدیر اجمل خان ویلي؛ مونږ به هره ورځ له ۶۰ څخه تر ۷۰ کیلو غوښه پلورله؛ خو اوس دا کچه ۳۰ څخه تر ۴۰ کیلو ګرامو ته راکښته شوې. مونږ خپله نیمه سوداګري له لاسه ورکړه. هرکله، چې مونږ له چا وپوښتووایي؛ پیسې نلري. د دوی پیسې په بانکونو کې بندې دي. د نوي رژیم په لومړیو ورځو کې هیڅ کار و بار نه و؛ خو اوس څه نا څه ښه شوی.
د راپورونو له مخې؛ په رسټورانټونو کې د خواړو کیفیت او قیمتونه لږ تر لږه اغېزمن شوي؛ خو پېرودونکي له خدماتو راضي دي. دغه راز اقتصادي وضعیت او ناڅرګندتیا ډېريو خلکو ته اجازه نه ورکوي، چې بهر ډوډۍ وخوري.
عبدالرشید نومي پېرېدونکي ویلي؛ په نرخونو کې هیڅ بدلون شتون نلري. نرخونه او خدمات هم د پخوا په څېر دي. یوازې مینه وال لږ شوي؛ خو هيله ده، چې ښه شي. هو! زه اوس ډېر نه راځم؛ ځکه، چې ډېري خلک د عاید ثابته سرچینه نلري او نشي کولی د کورنۍ او ملګرو په ګډون له ډوډۍ خوړلو خوند واخلي.
حکومتي چارواکي ، د بانک کارمندان او د نادولتي مؤسسو کارګران په رسټورانټونو کې اصلي پېرودونکي وه.
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو راپدیخوا ډېري خلک حکومتي دفترونو ته له تګ ډډه کوي؛ خو د رسټورانټ مالکین هیله من دي، چې وضعیت به دندو ته د بېرته راګرزېدو او بانکونو له خلاصېدوسره عادي حالت ته راوګرزي.
