تازه خبرونه
د کابل- غزني لويې لارې د دوهيمې برخې جوړولو کار پيل شو
د کابل او غزني تر منځ دوهیم سړک ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري او په دې لاره کې ۹ لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه هم شته.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل-غزني لویې لارې د دوهیمې برخې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د ټرانسپورتي او مواصلاتي تاسیساتو جوړولو هڅې د اسلامي امارت بنسټیزه موخه ده.
د دې لويې لارې د جوړولو لګښت درې ميليارډ افغانۍ اټکل شوى او لګښت به يې د درې نيمو کلونو په موده کې د موټر چلوونکیو د حقالعبور له لارې بشپړ شي.
په دې مراسمو کې ملا عبدالغني برادر ويلي، چې د دې سړک له جوړېدو سره به لسګونه نوي کاري فرصتونه رامنځته شي او دغه سړک به د کابل او غزني ترمنځ سوداګريزې اړيکې هم پياوړې کړي.
ملا برادر زیاته کړې، چې د کابل- کندهار لویه لار مرکز او سوېل سره نښلوي او له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو سره به د سوداګرۍ لار هم پیاوړې شي.
د کابل او غزني تر منځ دوهیم سړک ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري او په دې لاره کې ۹ لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه هم شته.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال له هېوادوالو څخه وغوښتل، چې د دغې ملي پروژې په بشپړولو کې همکاري وکړي، چې کارونه يې پخپل وخت بشپړ شي.
ملا عبدالغني برادر د دې پروژې د قراردادي شرکت له مسوولینو هم وغوښتل، چې د سړک کیفیت ته پوره پاملرنه وکړي.
