تازه خبرونه

د کابل ـ جلال آباد ترمنځ غزیدلی سړک د له منځه تلو په حال کې دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابلـ جلال آباد ترمنځ د غزيدلې لويې لار له پخيدو څخه د گوتو په شمار کلونه تېريږي؛ خودمگړۍ د باروړونکيو موټرو د زيات بار د وړلو پر لامل د ويجاړيدو په حال کې ده.

د دې لارې مسافرين وايي:

پردې سړک د باروړونکيو موټرو خاوندان په خپلو موټرو کې له اندازې زيات بار ليږدوي، چې له كبله يې د سړک ډېره برخه ويجاړه شوې او پاتې برخه يې هم  د له منځ  تلو په حال کې ده.

دوى زياتوي، که پردې سړک د باروړنکيو موټرو د زيات بار ليږدولو مخه ونه نيول شي؛ نو ډېر ژر به دغه پوخ سړک له منځه لاړ شي.

دوى پرځايي چارواکو نيوکه کوي، چې دا هرڅه گوري؛ خو د مخنيوې لپاره يې هيڅ هم نه کوي.

بلخوا د باروړونکيو موټرو خاوندان هم  مني، چې دوى پردې سړک له اندازې زيات بار ليږدوي؛ خو وايي:

دا کار د تلې (ترازو) د مسوولینو او کارکوونکيو په غوښتنه کوو.

دوى زياتوي:

د لغمان په سرخکانو کې د فوايد عامې وزارت له لوري د موټرو د وزن معلوموولو لپاره دلگول شوې تلې یا ترازو مسوولين ورته وايي، چې له پاکستان او جلال آباد څخه په خپلو موترو کې له اندازې زيات بار راليږدوئ؛ خو په  بدل کې به يې پيسې راکوي.

د لغمان د سرخکانو په سیمه کې د لویو موټرو د وزن معلومولو لپاره د لگول شوې تلې مسوول غلام  قادر فقیرزی وايي، چې:

د لغمان د والي او نورو چارواکو په همغږۍ کارکوو او له هیچا غیرقانوني پیسې نه اخستل کیږي.

د نوموړي په وينا، له هغه موټرڅخه باركښته کیږي، چې له اندازې زیات وزن یې بار کړی وي.

د لغمان والي فضل الله مجددي  وايي، چې:

یاده تله په مناسب ځای کې نه ده لگول شوې او سمه څارنه هم ترې نه شي کيدی.

دی زياتوي، په باربار له مرکزي چارواکو غوښتل شوي، چې د سرخکانو تله او مسوولین له دغه ځایه ليرې کړي.

د ښاغلي مجددي په وينا، په مرکز کې ځینې کسان شته، چې د دغې تلې د شتون او د هغوی د مسوولینوملاتړکوي او فساد ته زمينه برابره وي.

د فوید عامې وزات مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه ويلي نه دي.

دا یوازې د کابل- جلال آباد  سړک نه دی، چې د بارداره موټرو د ډېر وزن  د ليږدولو له كبله  د ویجاړیدو په حال کی دی.

د تورخم ـ جلال آباد ترمنځ غزیدلی سړک هم  همدا حال لري.

له دې رپوټ وړاندې مو د دغه سړک په اړه د خلکو اندېښتې او د فساد شواهد خپاره کړي ول؛ خو مرکزي چارواکو پرې هیڅ غبرگون ونه ښود.

د يادونې وړده، چې د تورخم- جلال آباد ترمنځ غزيدلى سړک د ولسمشرحامد کرزى د لومړۍ دورې په لومړيو کې د پاکستان او د کابل- جلال آباد ترمنځ غزیدلی سړک د جرمني پر مالی لگښت په پاخه او اساسې ډول رغول شوي؛ خو که د اړوند ادرو مسوولين پردې سړکونو د باروړونکيو موټرو د زيات بارمخه ونه نيسې؛ نو د سړک پاتې برخې به هم ډېر ژر له منځه لاړې شي.

Trending

Exit mobile version