تازه خبرونه

د کابل له نړیوال هوايي ډګره نړیوالې الوتنې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۳, ۱۴۰۰)

د کابل د نړیوال هوايي ډګر مسوولینو ويلي، چې د دوشنبې پر ورځ د وږي ۲۲ د کابل له نړیوال هوايي ډګره لومړۍ بهرنۍ الوتنه د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته تر سره شوه.

د کابل هوايي ډګر مسوولینو ويلي، چې د پاکستان د پي آی ای شرکت په الوتکه کې پېنځه شپېته مسافر د کابل له نړیوال هوايي ډګره اسلام آباد ته ولاړل.

مسوولین په ډاګه کوي، چې له دې هوايي ډګره په یوه بله الوتنه کې یو شمېر بهرنیان د امریکا په غوښتنه هم تللي دي.

د هوايي ډګر مسوولین زیاتوي؛ بهرنۍ الوتنې عادي شوي او په راتلونکیو ورځو کې به له روسیې او ترکیې هم څو الوتنې کابل ته تر سره شي.

د کابل د هوايي ډګر تخنیکي مسوولین وايي چې د  تخنیکي سیستمونو روغول بشپړیدو ته نږدې شوي دي او په څو ورځو کې به رادار هم فعال کړي.

د کابل نړیوال هوايي ډګر مسوول مولوی عبدالهادی حمدان وایي: یوشمېر افغان او پاکستاني وګړي، چې په افغانستان کې بند پاتې ول؛ نن یې اسلام اباد ته الوت تر سره شو. د غه راز له اسلام آباده هم یوشمېر مسافر کابل ته رالېږدول شوي دي.

د کابل  نړیوال هوايي ډګر مسوولین څرګندوي، چې د یو شمېر میرمنو په ګډون یې د دې ډګر پخواني کارکوونکي بېرته پخپلو دندو ګورمارلي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره له یو لړ مشورو وروسته یو شمېر میرمنې ورځنیو چارو ته راستنې شوي او ځینې نورې به تر بلې سپارښتنې کار پیل کړي.

د کابل د هوايي ډګر تخنیکي مسوولین څرګندوي، چې د دې هوایي ډګر تخنیکي سیسټمونه یې رغولي او په راتلونکیو څو ورځو کې به رادار سیسټم هم بېرته فعال کړي.

د الوتنو د ستنډرډ او خوندیتوب مشرغلام جیلاني وفا وایي: د هوایي ډګر ټول چارواکي د کارګرانو او څانګوالو په ګډون نه ستړې کېدونکې هڅې کوي. تاسې پوهیږئ، چې د قطر او ترکیې تخنیکي ډلې کابل ته راغلي او په هوایي ډګر کې د رادار سیسټم د کارولو هڅې کوي.                

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل له نړیوال هوايي ډګره د بهرنیانو او امریکايي پوځونو له وتلو وروسته دې ډګر ته  د قطر، متحده عربي اماراتو، بحرین، پاکستان او قزاقستان پر مرستو بار څو الوتنې ترسره شوې دي.

مسوولین وايي، چې په راتلونکیو ورځو کې به له روسیې او ترکیې هم د کابل هوايي ډګر ته څو الوتنې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version