سوداگري
د کابل مرکزي سیلو له ۳۰ کلن ځنډ وروسته خپل فعالیت بیا پیل کړ
د دولتي تصديو عمومي رياست ويلي، مرکزي سيلو د ماليې وزارت د رهبرۍ د همکارۍ له مخې په لومړني بڼه خپل فعاليتونه بېرته پيل کړل.
د مرکزي سیلو مشر انجنیر خیال محمد څرګنده کړې، چې په مرکزي سيلو کې د ډوډۍ پخولو کار پر دوه داشونو پيل شوی دی.
هغه زیاته کړې؛ د دغه شرکت فعالیت لومړنی حالت لري او په منځني توګه هره ورځ په دې شرکت کې شاوخوا ۱۰۰۰ ډوډی او ۲۰۰ روټې بازار ته وړاندې کېږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ياد شرکت په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې له ٤٥٠ زره ټنو اوړو څخه د ډوډۍ د توليد وړتیا خپله کړي.
د کابل د مرکزي سیلو چارواکو ډاډ څرګند کړی، چې له کابل وروسته به د کندهار او هرات ولایتونو سیلوګانو هم فعالې شي.
د کابل سیلو کارګر؛ نرینه او میرمنې ټول پخوانې کسان دي.
دوۍ وایی، چې د دې سیلو ډېرې څانګې فعالې دي؛ خو دوی له اسلامي امارت څخه د دې بنسټ دعصري کولو او ملاتړ غوښتنه کوي.
د سیلو د ژرندې کارګر شاولي عمري وایي: زما دلته ۴۰ کاله کیږي. مونږ ښه وړتیا لرو؛ خو مهمه ده، چې کار پرمختللی او عصري شي. مونږه کولی شو د سیلو پخوانی باور بېرته په خلکو کې ترلاسه کړو.
د کابل سیلو د تخنیکی برخې مسوولینو هم ویسلي؛ که د حکومت لخوا د دې بنسټ ملاتړ وشي، دوۍ کولی شي خپل فعالیتونه ډېر پراخ کړي.
دوۍ څرګندوي؛ که څه هم ماشینونه یې پخواني دي؛ خو بیا هم کار کوي او اړتیا پرې پوره کیږي.
د کابل سیلو تخنیکي انجنیر ذاکر رسولي ویلي: مونږ د کار وړتیا لرو. که څه هم ماشینونه مو پخواني دي؛ خو فعالیت کولی شي. که مونږ د اړتیا وړ تولید لپاره تړونونه تر لاسه کړو؛ نو بیا مونږ هم په مارکیټ کې رقابت کولی شوو.
له دې مخکې هم د کابل مرکزي سیلو ۲۴ ساعته فعاله وه او په ورځ کې یي ۵۰ ټنه غنم اوړه کول.
د کابل مرکزی سیلو د مشر د څرګندونو له مخې: د کابل مرکزي سیلو ۶۵ کاله مخکې فعالیت پیل کړ، چې هغه مهال په کې څه باندې ۲۰۰۰ کسانو کار کاوه؛ خو اوس مهال په کې د ۱۲ ښځینه کار کوونکیو په ګډون ۱۳۸ کسان کار کوي.
د یادونې ده، چې د کابل مرکزي سیلو د ډوډۍ پخولو، غنمو ذخیره کولو او د غنمو اوړو کولو په برخه کې فعالیت کوي.