تازه خبرونه

د  کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې د نغدو پیسو لېږد محدود شول

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند د یوه  حکم له مخې؛ د  کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې د نغدو پیسو لېږد محدود شوی دی.

د کابل د نړیوال هوايي ډګر چارواکي وايي، دوی ته د رييس الوزرا داسې حکم رسیدلی چې له مخې یې هیوادوال له ټاکلي حد څخه ډيرې پيسې له ځان سره بهر ته نه شي لیږدولی. د دغه حکم په اساس هیڅ سړی او کورنۍ حق نلري چې د هوايي ډګر له لارې له پنځو زرو امریکايي ډالرو زیاتې پيسې بهر ته یوسي.

د دغه حکم له مخې؛ هیڅوک او هیڅ کورنۍ حق نلري، چې د هوايي ډګر له لارې له پېنځه زره څخه ډېر امریکايي ډالر بهر ته یوسي.

 د کابل نړيوال هوايي ډګر مشر عبدالهادي حمدان وايي، چې د دغه حکم له مخې هیڅوک او کورنۍ نشي کولى له پېنځه زره امريکايي ډالرو زيات ډالر بهر ته ولېږدوي.

د نوموړي په وينا، د هوايي ډګر له لارې د سرو زرو او نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره یې هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي او له سرغړونکیو سره به جدي چلند وشي.

هغه ویلي؛ په دې وروستيو ورځو کې يې لسګونه زره امريکايي ډالر، چې د ماشومانو په ډايپرونو او وړڼيو کې په پوره مهارت ځای پر ځای شوي وه او بهر ته وړل کیدل؛ نیولي دي. د هوايي ډګر مشر زياته کړې، چې د سرو زرو او نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په موخه يې هڅې ډېرې کړي او له سرغړوونکیو سره به جدي چلند وشي.

له دې مخکې د قانون له مخې؛ هر مسافر له هېواده د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۰ زره امریکايي ډالر او د ۲۰ زرو امریکايي ډالرو پهر ارزښت د سرو زرو د لیږدولو حق لاره.

دغه راز د تېر کال په مې میاشت کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر یو راپور خپور کړی و، چې په کې ویل شوي وه؛ د کابل د هوايي ډګر د ترمینل له لارې د پیسو ناقانونه لېږد روان دی؛ خو د اسلامي امارت چارواکو ټینګار څرګند کړ، چې له دې وروسته به د پیسو له قاچاق وړونکیو سره جدي چلند وشي.

Trending

Exit mobile version