تازه خبرونه

د کابل نړیوال هوایي ډګر د ادارې او ساتنې وروستۍ پرېکړه نده شوې – ترکیه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۲, ۱۴۰۰)

د ترکیې دفاع وزیر ویلي، چې هېواد یې په مالي او لوجستیکي برخه کې د افغانستان د هوایي ترافیکو لاس نیوی کوي؛ خو تر دې دمه یې د ادارې او ساتنې په اړه وروستۍ پرېکړه نده شوې.

ترکیه تر دې دمه له امریکا سره دې هوکړې ته نده رسېدلې، چې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ساتنه او اداره پر غاړه واخلي.

په دې اړه د ترکیې او امریکا ولسمشرانو د ناټو په سرمشریزه کې، چې په بروکسل کې جوړه شوې وه؛ خبرې کړې وې.

د ترکیې دفاع وزارت ویلي، چې له امریکا او نړیوالو شریکانو سره پدې اړه خبرې روانې دي.

د ترکیې دفاع وزیر باکان آکار وایي: مونږ له ناټو، ملګرو ملتونو او افغان حکومت سره د ځینو پرېکړو په اړه هوکړې ته رسېدلي یو. له بلې خوا له بېلابېلو هېوادونو سره د مالي او لوجسټیک ملاتړ په اړه خبرې روانې دي او له امریکا سره مو هم اړیکه دوام لري؛ خو تر دې دمه پرېکنده  پرېکړې ته رسېدلي نه یو.

نوموړي زیاته کړې؛ هوایي ډګر باید پرانستی وي او الوتنې تر سره شي. که پرانستی نه وي؛ نو، بیا به سفارتونه هم تړلي وي او په داسې یو حالت کې به افغانستان له نورې نړۍ سره بې اړیکو پاتې شي.

امریکا هم د ترکیې خبره تایید کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته د حامد کرزي ډګر امنیت ساتنې په اړه د واشنګټن او انقرې خبرې روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وایي: انقره او واشنګټن له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو له وتو وروسته د حامد کرزي نړیوال ډګر د امنیت ساتنې په اړه د سلا مشورو په حال کې دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال محمد امیري د بهرنیو متحدینو له همکاریو ډاډ څرګندوي او ټینګار کوي، چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ساتنه افغان ځواکونه کوي او پوځي مسوولیتونه به یې پر مخ وړي.

له دې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په اړه د ترکیې د ولسمشر له خبرو ناسم تعبیر شوی او دا هېواد یوازې غواړي د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

Trending

Exit mobile version