تازه خبرونه

د کابل هوايي ډګر ته نږدې دوه بمي چاودنو لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: وږی ۶, ۱۴۰۰

د کابل ایمرجنسي روغتون چارواکو آریانا نیوز ته منلې، چې تر دې دمه د کابل هوایي ډګر دروازې ته څېرمه د چاودنو له کبله تراوسه شپږ جسدونه او ۶۰ ټپیان دې روغتون ته رالېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ لومړۍ چاودنه نن شپږ نیمې بجې د کابل هوایی ډګر دروازې ته نږدې رامنځته شوې ، چې ورپسې بله چاودنه باران هوټل ته نږدې وشوه.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، چې امریکایي اتباع هم وژل شوي دي.

جان کربي وایي: د هوایي ډګر په دروازه کې چاودنه د یوه پیچلي برید پایله وه، چې یو شمېر امریکایي او ملکي وګړي یې ووژل. مونږ منو، چې بله چاودنه د باران هوټل ته نږدې رامنځته شوې، چې له دروازې لږ واټن لري.

د مرګ و ژوبلې کره شمېره لا نده معلومه؛ مګر په زرګونه خلک د کابل هوایي ډګر ته نږدې د هېواد پریښودو لپاره راټول شوي.

له دې مخکې په کابل کې یو شمېر سفارتونو د کابل پر هوایي ډګر د احتمالي برید خبرداری ورکړی و.

سفارتونو له خلکو غوښتي وه، چې ژر تر ژره له سیمې ووځي.

Trending

Exit mobile version