تازه خبرونه

د کابل هوایي ډګر او سفارتونو د ساتلو لپاره د یو شمېر بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل د منلو ندي ـ طالبان

Published

on

طالبانو خبرداری ورکړی، چې د بهرنیانو له وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر او بهرنیو سفارتونو د ساتنې لپاره د یو شمېر بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل ورته د منلو وړ ندی او دا سرتېري به نیواکګر وپېژندل شي.

طالب ویاند له هغې وروسته، چې ناټو د کابل هوایي ډګر پر ساتلو خپل ګډهوډ څرګند کړ؛ په ډاګه کړه: زمونږ په هېواد کې تر هر نوم او سرلیک لاندې د بل هېواد د سرتېرو حضور د افغانانو او طالبانو لپاره د منلو وړ ندی.

په دې اړه د طالبانو په اعلامیه کې راغلي؛ دا د افغانانو مسوولیت دی، چې د افغانستان د لویشت لویشت خاورې، هوایي ډګرونو، بهرنیو سفارتونو او ډیپلوماټیکو سیمو امنیت وساتي. له دې کبله باید هیڅ بهرنی زمونږ په هېواد کې د نظامي یا امنیتي شتون د بقا امید ونلري او داسې ګام پورته نکړي، چې پرې د هېوادونو او ملتونو تر منځ اړیکې ځنډنۍ، خنډنۍ او خرابې شي.

طالبانو خبرداری ورکړ: که څوک دا ډول تېروتنه وکړي؛ نو افغانان او اسلامي امارت به دوی د نیواکګرو په توګه وپېژني او هغه کړنه به ورسره تر سره شي، چې د هېوادني تاریخ په هر پېر کې ورسره تر سره شوې ده.

طالبانو په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر او د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو ساتلو د بهرنیو ځواکونو یوه اړینه اندېښنه ګڼل شوې ده.

Trending

Exit mobile version