تازه خبرونه

د کابل هوایي ډګر ته نږدې د دوه چاودنو ځاني زیانونه ۲۵۵ ته پورته شول

Published

on

(Last Updated On: وږی ۶, ۱۴۰۰)

یو شمېر سرچینو څرګنده کړې، چې د کابل هوايي ډګر ته نږدې په پرونیو چاودنو کې ۹۱ کسان وژل شوي او یو سل و نهه پنځوس نور ټپیان دي.

طالبانو رویټرز ته ویلي، چې په وژل شویو کې اته ویشت تنه طالب امنیتي کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی.

دغه راز د امریکا د پوځ د ګډي  قومنداني مرکز هم ویلي؛ په دې دوه چاودنو کې ۱۳ امریکایي سرتېري وژل شوي او دوولس نور ژوبل دي.

یوه چاودنه د ځانمرګي برید له امله وه، چې داعش یې مسوولیت منلی.

طالبان د دغو چاودنو پړه په کابل کې هوایي ډګر کې پر میشتو بهرنیو ځواکونو اچوي.

داعش د دغو چاودنو پړه پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي، چې دوي بهرني ځواکونه او ژباړونکي خپله موخه ګرځولي دي.

په کابل نړیوال هوایي ډګر کې له چاودنو مخکې آمریکا، بریټانیا او آسترالیا د پېښې په اړه خبرداری ورکړی و.

Trending

Exit mobile version