تازه خبرونه

د کابل هوایي ډګر پر مدیریت به په راتلونکیو ورځو کې خبرې وشي – ترکیه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۴۰۰)

د ترکیې دفاع وزیر خلوصي آکار نن پنجشنبه د زمري ۲۱ ویلي، چې د کابل هوایي ډګر اداره کولو مسله به په راتلونکو ورځو کې حل شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ نوموړي په پاکستان کې د سفر پرمهال ویلي؛ تېرو شپږ کلونو ته ورته  مونږ چمتو یو، چې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر مدیریت او تضمین کړو. مونږ پدې برخه کې د خبرو اترو لړۍ روانه ساتلې. دا مسله به په راتلونکیو ورځو کې حل شي. مونږ په هیڅ ډول خپل سرتېري په خطر کې نه اچوو.

د نوموړي موخه داده، چې، د افغانستان د یوازیتوب مخه ونیول شي.

د ترکیې دفاع وزیر ویلي: که د کابل هوایي ډګر وتړل شي په هېواد کې به ټول ډیپلوماټیک ماموریتونه کار ونکړي. مونږ د خپلو افغان وروڼو لپاره دا کار ترسره کوو.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، دوه نورو ترکي چارواکو د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې انقره اوسمهال د د ډګر د کارولو او ساتنې اراده لري؛ خو اوس د طالبانو له پرمختګ وروسته د وضعیت څارنه کوي.

ترکیې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر ته د سرتېرو لیږلو وړاندیز وکړ او له څو اوونیو راپدیخوا یې په دې اړه له امریکا سره خبرې روانې دي.

رویټرز ویلي، له بلې خوا ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مالي، لوژیستیکي او ډیپلوماتیکو شرایطو د پوره کیدو غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version