تازه خبرونه
د کابل والي مرستیال د نښلیدونکي ماین په چاودنه کې وژل شوی
(Last Updated On: ليندۍ ۲۵, ۱۳۹۹)
کورنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړې، چې د کابل والي مرستیال محبوب الله محبي او د هغه منشي د نښلیدونکي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په ډاګه کړې، چې پېښه د سهار ۹:۴۰ ( د لیندۍ ۲۵) د درېیم مکروریان په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
پېښه د نوموړي په ټیوټا لینډ کروزر کې د نښلیدونکي ځای پرځای شوی ماین له چاودنې رامنځته شوې، چې مرستیال والي او د هغه منشي په کې سپاره ول.
په برید کې د والي د مرستیال دوه ساتونکي هم ټپیان شوي دي.
آرین زیاته کړې؛ ” ترهګرو دا عمل د انسانیت پروړاندې یو جنګي جنایت دی .
د دې پېښې مسوولیت هم چا نه دی منلی.
د یادونې ده، چې د دغه ښار اوسیدونکي په دې وروستیو کې له مرموزو وژنو، چاودنو، توغندیو توغولو او بېلابېلو جنایي جرمونو اندېښمن شوي دي.