سیمه ییز خبرونه

د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ پر امنيتي قوماندانۍ ډله ييز بريدونه وشول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل د سروبي ولسوالۍ پر امنيتي قوماندانۍ نن سهار(د كب ۲) ډله ييز ځانمرگي بريدونه وشول.

د ۲۰۱ سیلاب قول اوردو ویاند نعمان عاطفي وایي:

لومړى یو برید کوونکي د قوماندانۍ په دروازه کې خپلو چاودیدونکيو توکو ته چاودنه ورکړه او وروسته بیا یو شمېر نور برید کوونکي د قوماندانۍ ودانۍ ته دننه شول او یو شمېر نورو برید کوونکيو قوماندانۍ ته نږدې له لوړو سیمو څخه پر قوماندانۍ بریدونه کول.

هغه وایي:

په دي نښته کې دوه تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي؛ خو ملکې وگړيو ته په کي زیان نه دی اوښتی.

ویل کیږي، چې اوس مهال نښته پاي ته رسیدلې ده.

وسلوالو طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

Trending

Exit mobile version