تازه خبرونه

د کابل ولایت د قره باغ ولسوال له یوه وسلوال برید روغ رمټ راوتلی

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳۰, ۱۳۹۹)

د کابل ولایت د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنیف صدیقي آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې نن غرمه شاوخوا یوه بجه د کابل – پروان پر سړک د ناڅرګندو وسلوالو تر برید لاندې راغلی دی.

خواجه صدیقي زیاته کړې؛ دغه پېښه د دې ولسوالۍ د باغ عارق په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دی د کور پر لوري روان و.

نوموړي منلې، چې د ناڅرګندو وسلوالو په دې برید کې د هغه یو ساتونکی مړ شوی او دی له پېښې ژوندی پاتې شوی دی.

د کابل ولایت د قره باغ ولسوالي په دې وروستیو ورځو کې پوره ناامنه شوې؛ خو د قره باغ ولسوال ویلي، چې د دغې لویې لارې د امنیت لپاره اوسمهال ۵۰۰ امنیتي ځواکونه ځای په ځای شوي دي.

تېره اوونۍ فوزیه کوفي، چې د سولې مرکچي پلاوي غړې او یوه سیاسي فعاله ده هم په قره باغ کې د ناڅرګندو وسلوالو تر برید لاندې راغلې؛ خو پر لاس ټپي او ژوندۍ پاتې شوه.

تر اوسه د دغو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

Trending

Exit mobile version