تازه خبرونه

د کابل ولایت د گلباغ پر سړک یو پلي ځانمرگي بریدگر پر کماندو ځواکونو برید کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نن(د تلې ۱۰) سهار اووه بجې یو ځانمرگي برید کوونکي د ملي اردو پر کماندو ځواکونو پلی برید کړی دی.

امنیتي چارواکي وايي، نن سهار د گلباغ پر سړک یو پلي ځانمرگي بریدگر د خپلو چاودیدونکیو توکو پر مټ د افغان کماندو ځواکونو پر یو موتر برید وکړ، چې په کې ۳ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

ویل کیږي، چې په دې برید کې د ملکي خلکو کورونو ته هم درانده زیانونه اوښتي دي.

د یادونې وړ ده، چې دابرید گلباغ په یو فرعي سړک کې تر سره شوی او ملکي خلکو ته ځاني زیان نه دی رسیدلی.

په کابل کې پرون هم دوه ځانمرگي بریدونه تر سره شوي ول.

وسلوالو طالبانو د دري واړو پېښو مسوولیت په غاړه اخیستې او وایي، چې درنده مرگ و ژوبله یې اړولې ده.

Trending

Exit mobile version