تازه خبرونه

د کابل پرامریکایي پوهنتون د ډله ییز برید په بهیر کې ۱۳ تنه وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان پر امریکایي پوهنتون دتېرې شپې په ډله ییز برید کې د اووه زدکړیالانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي دي.

 د کابل پولیس وایي، له ۱۰امنیتي ځواکونو سره له ساعتونو نښتې وروسته برید د دوه بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی؛ زدکړیالان او د یاد پوهنتون نورخدماتي کارکوونکیو په ودانۍ کې پناه اخیستې وه.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي وایي، چې په دې برید کې درې پولیس او د پوهنتون درې ساتونکي وژل شوي دي.

د هغه په وینا؛ په دې پېښه کې ۳۵ زدکړیالان او نهه مامورین ټپیان شوي او شاوخوا ۷۵۰ زدکړیال او خدماتي کارکوونکي ژغورل شوي دي.

پولیس دغه پېښه، چې تېره شپه اووه بجې پیل شوه، پېچلې ښودلې ده.

ځانګړي ځواکونه غوښتل شوي وه او سیمې ته امریکایي پوځي سلاکاران هم ورغلي وه.

د افغانستان امریکایي پوهنتون، چې یوه غیر انتفاعي تحصیلي موسسه ده، خپل فعالیت یې په ۲۰۰۵ کال کې پیل کړی دی.

په دې پوهنتون کې شاوخوا اوولس سوه کسان زدکړې کوي.

څو ورځې وړاندې د دغه پوهنتون دوه تنه استرالیایي او امریکایي استادان د کابل ښار له اړوند سیمې کې هم د ناڅرګندو کسانو لخوا تښتول شوي، چې تراوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه غندلې او دا یې د افغانستان پر راتلونکې حمله بللې ده.

Trending

Exit mobile version