تازه خبرونه

د کابل پر امریکایي پوهنتون برید له پرمختګ سره دښمني ده- غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

,ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار پر افغانستان امریکایي پوهنتون د پرون شپې تروریستي برید د هغو ټپیانو د روغتیایي حالت پوښتنې ته ورغی، چې په ایمرجنسي روغتون کې بستري او تر درملنې لاندې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په کابل ښار کې د افغانستان پر امریکایي پوهنتون د تېرې شپې برید د افغانستان له پرمختګ او ترقۍ سره دښمني وبلله.

ولسمشر د برید غندنه کړې او ویلي یې دي؛ تروریستي ډلې پر ملکي وګړیو، ښوونیزو موسسو، د استوګنې سیمو، پل او پلچک، برښنا پایو او سوله ییزو لاریونونو د بریدونو له لارې غواړي د هغو ارزښتونو د ودې او پیاوړتیا مانع شي، چې افغانان د سوکالۍ، پرمختګ، ودان او سرلوړي افغانستان په توګه پرې باور لري.

ولسمشر زیاته کړه، ترهګر باید پوه شي؛ د افغانستان خلکو او حکومت، چې کومه لار غوره کړې له ستونزو او سختیو سره یې روانه ساتي، پر ټولو ننګونو به بریالي شي او پر ښوونیزو تاسیساتو او عامه ځایونو برید او د غیر نظامیانو په نښه کول نه یوازې زموږ عزم نه متزلزل کوي، بلکې د ترور او دهشت د نابودۍ او د جرړو ایستلو په مبارزه کې زموږ هوډ نور هم پیاوړی کوي.

د حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله په خپل تویټر کې لیکلي، چې پر ښوونځیو او پوهنتونو بریدونه جنګي جنایت دی او افغانستان به دغه راز بریدونه ونه زغمي.

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چار وزارت هم په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د تېرې شپې دغه برید وغانده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د برید په اړه وویل، چې دا د افغانستان پر راتلونکي برید دی.

Trending

Exit mobile version