تازه خبرونه
د کابل پر هوايي ډګر د برید طراح د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا وژل شوی – امریکا
رویټرز د امریکايي چارواکو پر حواله ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت هغه داعشي وسلهوال وژلی، چې پر ۲۰۲۱ کال یې د بهرنیو ځواکونو د بې مسوولیته وتلو پر مهال په کابل نړیوال هوایي ډګر کې ځانمرګی برید پلان کړی و.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري او په لسګونه ملکي افغان وګړي وژل شوي دي.
د رویترز د راپور له مخې؛ دغه چاودنه د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶ هغه مهال رامنځته شوه، چې اسلامي امارت کابل نیولی و؛ بهرنیو سرتېرو او ملګرو افغانانو یې نه یوازې خپل بې مسوولیته وتل ګړندي کړل، بلکې ورسره سم د ۲۰ کلنې جګړې د ماتې او د بې واکۍ احساس نور هم پیاوړی شو.
د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي د هغې دروازې چاودنې ته په نغوته او اشاره کې، چې یاده مرګ و ژوبله یې رامنځته کړه ویلي: هغه د داعش خراسانۍ ډلې یو مهم چارواکی و، چې د یادې دروازې په چاودنه کې دخیل و او اوس نشي کولی د بریدونو پلان جوړ او ترسره کړي. هغه د دغه چارواکي نوم وانخیست.
اسوشیتید پرس د یوه چارواکي د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې: د داعش دا مشر، چې هویت یې په ډاګه شوی نهدی؛ د اپریل په لومړیو کې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت د جنوبي سیمو د ځانګړیو عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
دغه راز زیاته شوې، چې اسلامي امارت هغه وخت د هغه کس له هویته خبر نهو، چې هغه یې وژلی دی.
داعش د اسلامي امارت دښمن دی.
د رویترز په راپور کې راغلي؛ داعش ته وفادار جنګیالي پر ۲۰۱۴ ز. کال د افغانستان په ختیځ کې راڅرګند شول او وروسته یې د افغانستان په نورو سیمو کې نفوذ ترلاسه کړ.