تازه خبرونه
د کابل په افغان جاپان روغتون کې ناروغان بې پاملرنې پاتې دي
(Last Updated On: چنګاښ ۱۶, ۱۳۹۹)
په کابل کې د افغان جاپان روغتون ناروغ لرونکیو ویلي؛ په دې روغتون کې ناروغانو ته درملنه نشته او له روغتیایي پاملرنو څخه یوازې د اکسیجن د یو بالون کارولو شونتیا پاتې ده، چې هغه هم د کارولو پر وخت د ناروغ لرونکيو لخوا چمتو کیږي.
د دغه روغتون مشر احمد ظاهر سلطاني ویلي؛ وضعیت مدیریت شوی او د ناروغانو او ناروغ لرونکیو لپاره هر څه تر سره کیږي.
پر کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې لږوالی راغلی؛ خو د مړینې کچه لوړه شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې په تېرو څلیریشت ګړیو کې پر کرونا اخته ۳۴ ناروغان مړه شوي او ۲۳۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له عامې روغتیا وزارت سره پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۳۱۹۰ ته رسیدلی، چې تر دې دمه ترې ۸۹۸ مړه شوي او ۲۰۰۰۰ نور رغیدلي دي.