سوداگري
د کابل په بازارونو کې د افغانیو ارزښت لوړ شو او یو امریکايي ډالر په ۹۴ افغانۍ تبادله کېږي
له تېرو څو میاشتو راپدیخوا د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت له راټیټېدو وروسته اوس یې خپل ارزښت لوړ کړی او د کابل په بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۹۴ افغانۍ تبادله کېږي.
په دې وروستیو میاشتو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي توګه د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت رالوېدلی و.
د کابل د اسعارو په مارکیټ کې یو ځل یو ډالر په ۱۳۰ افغانیو هم و پلورل شو؛ خو ورو ورو راټیټ او اوس د کابل په بازارونو کې یو امریکايي ډالر پر ۹۴ افغانۍ تبادله کېږي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، چې د پولي ثبات د ټينګښت لپاره لا ډېر کار پاتې دی.
د افغانستان د صرافانو ټولنې مسوولین وايي، د بهرنیو اسعارو په ځانګړي توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د لوړېدو اصلي لامل بشري مرستو او بازار ته د نغدو ډالرو راتګ دی.
یو شمېر اقتصاد پوهان په دې باور دي، چې که د ډالرو د قاچاق مخه ونیول شي، افغانۍ به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ثبات وساتي. که څه هم د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ښه شوی؛ خو د هېواد په بازارونو کې د خوراکي او سون توکو بیې هماغسې لوړې دي.