تازه خبرونه
د کابل په برچي روغتون کې د بې پولې ډاکترانو هڅې تم شوې
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په ډاګه کړې؛ د کابل ښار د برچې ۱۰۰ بستریز روغتون ډاکټرانو د زېږنتون څانګه تړلې ده.
د بې پولې ډاکټرانو دا پرېکړه له هغې وروسته پلې کیږي، چې تېره میاشت د دې روغتون د مور و ماشوم پر څانګه ډله ییز وسلوال برید تر سره شو، چې په کې ۱۶ میندې، یوه قابله، دوه ماشومان او ۶ نور کسان ووژل شول.
دغه روغتون له تېرو څوکلونو راپدیخوا د بې پولې ډاکټرانو ټولنې اداره کاوه، چې اوس له امنیتي وېرې وتړل شو.
د دې بشري ټولنې په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان حکومت تر دې دمه بریالی شوی ندی، چې د پېښې عاملان ونیسي او انګېزه یې هم په ډاګه کړي.
بې پولې ډاکټرانو دا پرېکړه د خلکو لپاره دردناکه؛ خو اړینه یاده کړې ده.
د دې ټولې د څرګندونو له مخې؛ د برچي سیمې د زېږنتون تړل او د MSF د هڅو پای د اړوند سیمي له یو میلیون ډېرو خلکو ته ښه زیری ندی؛ خو دا یوه دردناکه او اړینه پرېکړه ده.
د دې سیمې ډېري خلک هزاره ـ یوې ډډې ته شوي او د تاریخ بېوسه خلک دی، چې د وروستیو لسیزو له جګړو بې ځایه شوي دي.
د بې پلې ډاکټرانو عمومي مدیرتیري آلافورټ – دوورګو ویلي؛ مونږ باید واقعیت ومنو… زمونږ پاتې کیدل او هڅې روانې ساتل به دا معنا ولري، چې انسانان ووژل شي.
هغه زیاته کړې: مونږ پوهیدو، چې په برچي کې پاتې کیدل؛ ځان زیانمنول دي، خو دا مو نه منله، چې څوک به د ماشومانو او د هغو له میندو، چې د زېږون په حال کې وې؛ ګټه پورته کړي.
د نوموړي په وینا؛ اوس باید دا واقعیت ومنو، چې لوړ دیوالونه او پلنې دروازې د دغه راز پېښو مخنیوی نشي کولی.
په هره توګه دې ټولنې ویلي؛ که څه هم بې پولې داکټران امنیتي حالاتو اړ کړل، چې په برچي سیمه کې خپلې هڅې ودروي، خو مونږ د نورو لارو د موندلو په هڅه کې یو، چې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ومومو.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د عامې روغتیا وزرارت په همکارۍ په ۲۰۱۴ کال کې د برچې روغتون اړوند څانګه جوړه؛ میندو او ماشومانو ته یې ۲۴ ګړۍ بې پیسو خدمتونه پیل کړل.
