تازه خبرونه
د کابل په بګرامیو کې د پوهنې وزارت پر موټر ماین چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
. نن سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې د کابل د بګرامیو ولسوالۍ په کمري سیمه کې د یو ځای په ځای شوي ماین له کبله د پوهنې وزارت اته تنو کارکوونکو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د خبر په تائید وایي، چې دغه ځای په ځای شوی ماین د پوهنې وزارت د کارکوونکیو پر موتر چاودیدلی، چې په کې دوه تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي..