تازه خبرونه

د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو ۵ ساتونکي وژل شوي

Published

on

یوناما د پنجشنبې پر شپه ومنله، چې  نن د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پر موټریز کاروان وسلوال برید شوی دی.

د یوناما د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د ملګرو ملتونو د موټریز کاروان پېنځه امنیتي بدرګه کوونکي وژل شوي دي.

یوناما په خپل ټویټ کې څرګنده کړې: د ډي پي اس پر موټر په برید کې، چې د ملګرو ملتونو د موټرو کاروان یې بدرګه کاوه د ملګرو ملتونو کوم پرسونل ته زیان ندی اوښتی او موټر یې هم زیانمن شوی ندی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامیز الاکبروف د وژل شويو افسرانو کورنیو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې هیله، چې په افغانستان کې نور تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.

د یادونې ده، چې په کابل کې د امریکا سفارت هم  د دغو ۵ امنیتي کارکوونکیو کورنیو ته خپله خواخوږي په ډاګه کړې، چې نن د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کاروان د ساتلو پرمهال وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version