تازه خبرونه

د کابل په شمال کې له پاکستان څخه راستنېدونکیو کډوالو ته لنډمهالی پنډغالی جوړ شو

Published

on

د رییس لوزراء د فرمان له مخې د کابل ښار په شمال کې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو کډوالو لپاره یو لنډمهالی پنډغالی جوړ شوی دی.

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې پنډغالي یا کمپ کې د راستنېدونکیو لپاره د سرپناه، خوراکي توکو، څښاک اوبو او درملو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالو د نیولو، ځورولو او شړلو لړۍ پیل کړې او له پاکستان څخه هره ورځ زرګونه افغان کډوال خپل هېواد ته راستنیږي.

Trending

Exit mobile version