تازه خبرونه

د کابل په لویدیځ کې درې چاودنو ۱۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۱)

د کابل پولیسو ویلي؛ نن له غرمې مخکې ۱۰ بجې د اتلسمې حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید د ليسې مخې ته په بېلابېلو چاودنو کې د لومړنیو معلوماتو له مخې زمونږ ۶ هېوادوال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي؛ سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

ځدراڼ زیاته کړې، چې د چاودنې بشپړ جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

دغه چاودنې د سې شنبې پر ورځ د وري ۳۰ / د اپريل ۱۹ د عبدالرحیم شهید ښوونځي مخې ته رامنځته شوې دي.

دغه راز د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي؛ د کابل ښار په ۱۸مه ناحیه کې یوه ښوونځي ته څېرمه دوه پرله پسې چاودنې رامنځته شوې دي، چې له کبله یې تر اوسه دغه روغتون ته ۷ ټپي ماشومان رالېږدول شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي، چې یوه بله چاودنه د ممتاز په نوم د یوه ښوونځي مخې ته شوې، چې ګڼو کسانو او زدکوونکیو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.

ويل کيږي چې د دغو چاودنو زياتره قربانيان د ښوونځيو او تعليمي مرکزونو زدکوونکي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو چاودنو مسوولیت ندی منلی.

Trending

Exit mobile version