تازه خبرونه

د کابل په لویدیځ کې دوه چاودنو ۱۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۲, ۱۴۰۰)

د کابل پولیسو ویلي، چې نن شنبه د غبرګولي ۲۲ له غرمې وروسته د لومړنیو معلوماتو له مخې د کابل د شپږمې او دیارلسمې ناحیو د اړوند سیمو پر خلکو په دوه چاودنو کې اووه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې پر یو تونس ډوله موټر په دیارلسمه ناحیه کې ماین چاودنه شوې او پر بل تونس ډوله موټر د علي جناح روغتون تر څنګ له چاودنې یاده مرګ و زوبله رامنتځته شوې ده.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په ځاني زیانونو کې د دېرړالي شونتیا لیدل کیږي.

تر دې دمه کوم  فرد، شخص او یا ډلې د دې بریدونو پړه نده منلې.

Trending

Exit mobile version