تازه خبرونه

د کابل په لویدیځ کې د ځانمرګي برید د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ ته لوړ شو

Published

on

Reuters
(Last Updated On: لړم ۴, ۱۳۹۹)

د دشت برچي د پلخشک د “کوثر دانش” ښوونځي د کوڅې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ کسانو ته لوړ شوی او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان دي.

د پېښې شاهدانو ویلي، چې ځانمرګي برید کوونکي خپلو چاودیدونکيو توکو ته د اړوند ښوونځي د زدکوونکیو په منځ کې چاودنه ورکړې او ډېري قربانیان زدکونکي دي.

دا چاودنه په یوه داسې کوڅه کې رامنځته شوې، چې په کې درې د روزنې مرکزونه دي؛ خو فربانیان ټول د کوثر دانش ښوونځي کانکور آزموینې ته د چمتووالي د ټولګي زدکوونکي دي.

اکرم عزیزي د غزني د مالستان اوسیدونکی او له دوه میاشتو راپدیخوا د دې ښوونځي زدکوونکی دی؛ دده استوګنځي ته مخامخ ځانمرګي برید کوونکی چاودنه کړې. هغه په دې پېه کې خپل ټولګیوال له لاسه ورکړی او ټوله شپه یې د خپل ملګري پر قبر سبا کړې ده.

نوموړي ویلي؛ په خواشینۍ، چې یو ټولګیوال روح الله نومي مې په دې پېښه کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ټوله شپه مې ور سره پر قبر تېره کړه.

داعش په یوه اعلامیه کې د پېښې مسوولیت منلی دی.

دغې ډلې دوه کاله مخکې هم پر یو روزنیز مرکز برید ترسره کړی و. هغه مهال یو ځانمرگي برید کوونکي خپل چاودیدونکي توکي په یوه ټولګي کې وچاودول، چې لږ تر لږه ۴۸ کسان یې ووژل او نږدې ۱۰۰ نور یې ټپیان کړل.

Trending

Exit mobile version