تازه خبرونه

د کابل په موټر بم چاودنه کې درې کسان ټپيان شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې نن سهار په موټربم ځانمرګي برید کې درې ښاریان ټپیان شول.

مسولین وايي چې برید د امریکايي سرتېرو د موټرو په کاروان شوی، خو هغوی ته پکې زیان نه دی اوښتی. وسله والو طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو توکو ډکه کورولا موټر د دویمې امنیتي حوزې اړوند د جوی شیر په سیمه کې د بهرنیو سرتېرو له کاروان سره جنګولی دی.

په برید کې درې ولسي وګړي ټپیان شوي او د بهرنیو سرتېرو موټر هم ویجاړ شوی دی، خو پکې سپرو کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

چاودنه ډېره زوروره وه او په سیمه کې یې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي وايي:

«ځانمرګی برید کوونکی د کورولا ډوله موټر په وسیله چې د امریکایي ځواکونو موټر یې موخه وو ځان ته چاودنه ورکړه په دې پېښه کې بهرني ځواکونه تلفات نه لري»

په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کابل کې د وسله والو مخالفینو ډله يیز او ځانمرګي بریدونه زیات شوي.

تر دې مخکې ځانمرګو برید کوونکو په یوه رستورانت او د هملند د پخواني والي په کور وسله وال او ځانمرګي بریدونه وکړل.

خبرياله: نبیله حفیظي

Trending

Exit mobile version